د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار وايي، په وخت د انتخاباتو ترسره کول د حکومت مسؤلیت دی او نور دې په برخه کې د ولس صبر نهازمايي.
ښاغلي مسلمیار دغه څرګندونې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس نجیبالله احمدزي تر ګوښه کېدلو وروسته ازادي راډیو ته وکړې.
له ښاغلي مسلمیار سره د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس مرکه کړې او په سر کې یې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د روانو لانجو او د ښاغلي احمدزي د لیرې کېدو په اړه ترې پوښتلي دي.