د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۲

د تاجکستان سیاسي مخالف زویروف د خپل ځان د ټپي کېدو خبر ورکوي


د تاجکستان د سياسي مخالف سوسيال ډموکرات ګوند مشر وايي، دی په يوه حمله کې ټپي شوی او دا حمله سياسي انګېزه لري.

رحمت‌الله زويروف نن سې شنبه د ازادي راډيو ځايي څانګې ته وويل چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دوشنبه ښار کې له خپل سپي سره روان و چې يو سړی او ښځه ورته راغلل او چيغې نارې يې پيل کړې.

په همدې حال کې يو بل سړی راغی او دی يې په فلزي لکړه وواهه.

پوليسو ازادي راډيو ته ويلي چې دوی هېڅ پلټنې ځکه نه‌دي کړي چې رسمي شکايت يې نه‌دی تر لاسه کړی.

زويروف پروفیسور دی او په قزاقستان کې اوسي او کله نا کله تاجکستان ته سفر کوي، چېرته چې دی وظيفه نه‌شي موندلی.

XS
SM
MD
LG