د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۰

د ۱۹کلنو افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده


د ۱۹ کلنو د کرکټ د اسیا جام د سیالیو په لړ کې، افغانستان متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته ووته.

دغه لوبه چې د باران له امله ۲۰ اورونو ته را کمه شوې وه، افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د درېیو ويکټو په زیان سره یې، خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو لوی هدف وټاکه.

په ځواب کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۹ ويکټو په زیان سره يوازې ۹۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۳۴ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.

دروېش رسولي چې په دغه سیالۍ کې یې د ۱۰ شپږیزو او ۷ څلورېزو پرمټ په ۳۸ بالونو ۱۰۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دغو سیالیو په نیمه پایلوبو کې به د راتلونکې جمعې په ورځ افغانستان د نیپال او پاکستان له بنګله دېش سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG