پر دې پوهېدل چې د انسان ستړیا تر هغه حده رسېدلې چې نور د موټر چلولو توان نهلري اسانه کار نهدی، دا د بېخوبۍ تر څنګ د اکثرو ترافیکي پېښو، هغه هم د شپې لهخوا یو عمده عامل بلل کېږي.
کارپوهان اوس پر یوې داسې پروژې کار کوي چې د ډرېور په غږ کې د بدلون په پوهېدو سره وکولای شي د هغه د ستړیا او بېخوبۍ اندازه معلومه کړي.
کارپوهان په دې باور دي چې د انسان غږ د ورځې په جریان کې تغییر کوي او دا تغییر هم د هغه په بېخوبۍ او ستړیا پورې تړلی دی.
مارک هوکوال چې د لندن په پوهنتون کې د دغې پروژې مشري کوي روېټرز اژانس ته په دې اړه وویل:
"موږ پر هغو غږونو کار کوو چې د ورځې په مختلفو وختونو کې ثبت شوي تر څو دا ومومو چې په دغو غږونو کې څه ډول ناڅیز او حساس تغییرات رامنځته کېږي."
هوکوال هیلهمند دی چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به چې تر ډېره د شپې لهخوا د لویو لاریو پر موټر چلوونکو پهکې تمرکز شوی، ټرافیکې پېښې راکمې شي.
په دغې پروژه کې ګډونوال یو متن څو ځلې لولي او هغه د کمپیوټر په یوه ځانګړي پروګرام کې ثبتېږي.
د یوه کس د ثبت شویو غږونو موجونه به دا په ډاګه کړي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې څو ساعته خوب کړی او تر څه حده ستړی او ستومانه دی.
د بریتانیا د ټرانسپورت اداره وایي، څېړنې ښیي چې په لویو لارو کې د ټرافیکو پېښو په سلو کې د شلو عاملیې د ډرېورانو بېخوبي او ستړیا ده.
د دغو ټرافیکي پېښو په ۱۰۰ کې ۴۰یې بیا پر بار وړونکو لاریو پورې اړه لري.