د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سې شنبه د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې د هغه هېواد د فوټبال له ملي ټیم سره سیالي لري.
په دې سیالۍ کې بری به افغانستان د اسیا د فوټبال د اتلولۍ په سیاليو کې ګډون ته برابر کړي.
د افغانستان د ملي ټیم غړي اباسین عليزي پرون ازادي راډیو ته وویل:
"تمرینونه ښه تېر شوي، په اولو او دومو ورځو کې موږ سوکه تمرین کاوه څو هلکان له هوا سره عادت شي، موږ ښه تیاری نیولی ده."
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکي ویلي چې نننۍ مسابقه برخلیک ټاکونکې ده، ځکه له ویتنام سره په نننۍ مسابقه کې مساوي کېدل هم د اسیا د اتلولۍ جام په سیالیو کې د افغانستان د ګډون امکان لهمنځه وړي.
نننۍ مسابقه به د ویتنام په ماي دین سټډیوم کې وي.
د اسیايي فوټبال کپ د وېبپاڼې په حواله، د ویتنام د لوبډلې لارښود یا کوچ رد کړې چې له افغانستان سره د سیالۍ له امله تر فشار لاندې دی.
د نننۍ سیالۍ ګټونکی لوری په ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیا د اتلولۍ جام لپاره په فاینل یا وروستۍ سیالۍ کې د ګډون حق لري.