د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله نن سې شنبه د متحده عربي اماراتو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې سره مسابقه لري.
د اسیايي کرکټ شورا په حواله، د افغانستان د لوبډلې وروستۍ لوبه له سريلانکا سره وه او د ۶۱ منډو په توپير يې وبایلله.
د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ لپاره سیالۍ د مالیزیا په پلازمېنه کوالا لامپور کې روانې دي.
دا سیالۍ د نومبر په درېيمه پېل شوي او د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه پای ته رسېږي.
د سیاليو په لومړۍ ورځ د افغانستان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته کلکه ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله له ښه تیاري سره مالیزیا ته تللې ده.