د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

ولسي جرګه: حکومت دې امنیتي ستراتېژي چمتو او ولسي جرګې ته واستوي


د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې له موجوده ناوړه امنیتي وضعیته د وتلو لپاره، یوه ستراتېژي جوړه او د تصویب لپاره‌یې ولسي جرګې ته وسپاري.

دغه جرګه د امنیتي وضیعیت د ښه کېدلو په هدف، د افغان حکومت له‌خوا د یوې متوازنې امنیتي ستراتېزۍ د طرحې په جوړولو ټینګار کوي او وايي چې حکومت دې د دښمن پر وړاندې د دفاعي حالت پر ځای تهاجمي حالت خپل کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د هېواد د ناسم امنیتي وضیعت په اړه د وکیلانو تر څرګندونو وروسته وویل:

"د افغانستان د امنیتي وضعیت د بدلون په خاطر، بیا هم په حکومت غږ کوو چې د یوې متوازنې امنیتي ستراتېژۍ طرحه چمتو کړي، د کړکېچ د مدیریت او د ملي سیاسي یووالي د مدیریت د بحران لپاره، همدا یوه معقوله لاره ده."

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په تېره میلادي میاشت کې د خونړیو او پرلهپسې انتحاري او وسلهوالو حملو شاهد و چې تر ټولو وروستۍ یې تېره اوونۍ په کابل کې پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون وه.

امنیتي چارواکو ویلي چې په وروستیو وسله‌والو او انتحاري حملو کې، لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر شمشاد ټلوېزیون برید
پر شمشاد ټلوېزیون برید

د جرګې یوه غړي عبدالقیوم سجادي په عمومي غونډه کې سپارښتنه وکړه چې حکومت باید له ترورېزم سره په جګړه کې له دفاعي حالته، تهاجمي حالت خپل کړي.

نوموړي وویل:

"حکومت باید له ترورېزم سره په مبارزه کې له دفاعي حالته راووځي او فعال تهاجمي حالت خپل کړي، حکومت باید د ملي امنیت د ستراتېژۍ طرحه چمتو او د تصویب لپاره‌یې پارلمان ته وسپاري."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت نظر هم راواخلو، خو په اړه‌یې چا خبرو کولو ته زړه ښه نه‌کړ.

خو حکومت له دې وړاندې ویلي چې د افغانستان د امنیت لپاره‌یې خپل څلور کلن پلان چمتو کړی دی.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړې وه چې په‌کې د افغان ځواکونو په پیاوړتیا ټینګار شوی و.

وکیلان دا هم وايي چې امریکا باید له افغان حکومت سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG