د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سې شنبې په ورځ د راتګ پړاو په سیالۍ کې له ویتنام سره د لوبې ډګر ته وځي.
د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه د کابل پر وخت د مازدیګر ۴ بجې د ویتنام په کوربه توب پېلېږي.
د راتګ په پړاو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ۱ د ۱ مساوي پای ته رسېدلې.
ښاغلی کارګر وايي، که چېرې د فوټبال ملي لوبډله دغه لوبه وګټي، نو د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیا د ملتونو جام ته به لار پیدا کوي.