د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۲

په جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه ټپيان کړل


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د شنبې د ورځې په ماښام شااوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار دوهمې ناحیې په مربوطاتو کې د پخوانۍ سینما شاته د قصابانو په کوڅه کې، د ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول ماین چاودنه شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه ټپیان دي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د دې پېښې د هدف په اړه څه نه دي ویل شوي او نه تر دې دمه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG