د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

د پاکستان د سوپر لیګ د بولۍ په توملړ کې ۹ افغان لوبغاړي شامل دي


د پاکستان د سوپر لیګ د ۳ پړاو سیالیو د لوبغاړو بولي چې ټاکل شوې سبا د یکشنبې په شپه ترسره شي، په کې ۹ افغان لوبغاړي هم شامل دي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په وېبپاڼه کې د خپرو شویو لوبغاړو په نوملړ کې، د نهو افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي عیسی خېل ، دولت ځدراڼ، شرف الدین اشرف، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواري، شاپور ځدراڼ او ظاهر خان نومونه لېدل کېږي.

د دغو سیالیو په دوهم پړاو کې هم څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، شهزاد محمدي، طارق ستانکزی او مجیب الرحمن اخېستل شوي وو.

د لوبغاړو د بولۍ په نوملړ کې د کرکټ د نړۍ ۵۰۱ پېژندل شوي ستوري شامل دي.

XS
SM
MD
LG