د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۸

په افغانستان کې د یو شمېر ژمنیو لوبو ننداره او سیالۍ کېږي


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د يو شمېر ژمنیو لوبو ننداره او سیالۍ ترسره کېږي.

د ژمنیو لوبو د اتحاديې رئیس منور شهزاد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې ياده ننداره او سیالۍ په بامیانو ولایت کې د ۳ ورځو لپاره پلان شوي دي.

د ښاغلي شهزاد د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دغه ننداره او سیالۍ په جدي میاشت کې د بېلا بېلو ژمنیو لوبو د سلګونو لوبغاړو په ګډون سره پېل شي.

په دغو سیالیو کې به د يخ پرمخ سکي، هاکي، کرلینګ، سکیټ او يو شمېر نورې لوبې شاملې وي.

XS
SM
MD
LG