د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۸

پسرلی: افغان سوداګرو د کراچۍ له نړیوال نندارتونه لیدنه وکړه


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پلاوي په مشرۍ، یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو د کراچۍ له نړیوال نندارتونه لیدنه وکړه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې افغان پلاوي له پاکستاني پلاوي سره د ټرانزیټي او د پاکستان له لورې د ګمرکي تعرفې د لوړوالي پر ستونزو هم خبرې کړې دي.

ښاغلي پسرلي وویل:

"موږ هیله لرو چې له پاکستان سره دغه ستونزې د وخت په تېرېدو سره هوارې شي، دا ډول نندارتونونه د دې لامل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي او په راتلونکې کې افغان سوداګرو ته د مزاحمتونو پر ځای، اسانتیاوې رامنځ ته شی."

ښاغلی پسرلی وايي، د دغې لیدنې په پای کې به، د افغان سوداګرو او د پاکستان د وریژو د صادراتي شرکتونو د مسؤلینو ترمنځ، یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG