د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

نیوزویک: ایا د افغانستان جګړه کله هم ختمېدونکې ده؟


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې ناټو په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو په خاطر د امریکا د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلې ده.

په مطلب کې راغلي چې د امریکا ملګرو د پنجشنبې په ورځ په اروپا کې ټینګار وکړ چې افغانستان ته به اضافي سرتېري واستوي څو د دغه هېواد پوځ او پولیس وروزي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي د اعلان شویو سرتېرو شمېر د امریکا له تمې سره اړخ نه لګوي.

ورځپاڼې د ځینو ډپلوماټانو په حواله لیکلي چې امریکايي چارواکي او ناټو هیله درلوده څو د امریکا اروپايي ملګري افغانستان ته د یو نیم زر اضافي سرتېرو د لېږلو ژمنه وکړي.

ناټو د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د درې زره سرتېرو د لېږلو پرېکړه وکړه چې ویل کېږي اکثر یې امریکايي سرتېري دي.

له امریکا پرته د ناټو د ټولو غړیو استول کېدونکو عسکرو شمېر اوه سوه تنه ښودل شوی دی.

د وال سټريټ ژورنال په مطلب کې راغلي چې امریکايي چارواکي او ناټو د سرتېرو د دقیق شمېر له په روښانولو ډډه کړې ده.

د ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې د امریکا له شااوخوا څوارلس زره عسکرو یو شمېر د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې موظف دي او پاتې نورو ته یې له تروریزم سره جګړه او نور ماموریتونه ور په غاړه دي.

د امریکا ټول شریک او ملګري هېوادونه په افغانستان کې شپږ زره او شپږ سوه سرتېري لري او د تازه دمه سرتېرو په رسېدلو سره به د هغوی شمېر اووه زره او درې سوه تنو ته ورسېږي.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې هم د "دایمي جګړې" په عنوان یو مطلب خپور کړی او ویلي یې دي اوس چې امریکا په افغانستان کې پنځلس زره سرتېري لري ژره به دا شمېر نور هم لوړ شي.

نیوزویک ویلي ایا د افغانستان جګړه کله هم ختمېدونکې ده؟ داسې ښکاري چې [دا جګړه] یوازې ورځ تر بلې پراخېږي.

مجلې د اسوشېټېډ پرېس د یوه راپور په حواله لیکلي لکه څنګه چې تمه ده د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې سلګونه امریکايي سرتېري افغانستان ته واستول شي امریکا به په دغه هېواد کې شپاړس زره پوځیان په واک کې ولري.

د نیوزویک په مقاله کې راغلي امریکا په داسې حال کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست میاشتې د اعلان په اساس اضافي سرتېري افغانستان ته استوي چې په ۲۰۱۷ کال کې یې دیارلس عسکر په دغه هېواد کې وژل شوي.

د نیوزویک په مقاله کې راغلي که څه هم د امریکا ولسمشر د افغان جګړې د ختمولو لپاره امریکايي پوځيانو ته پراخ واک ورکړی، خو لا هم د افغانستان جګړه د دغه هېواد لپاره یوه اوږده او له لګښټ ډکه جګړه ده.

نیوزویک د براون پوهنتون د جګړو د لګښتونو د یوې پروژې په اساس لیکلي چې امریکايي مالیه ورکوونکو له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ترورېزم پر ضد د روانې جګړې لپاره پنځه اعشاریه شپږ ټریلیون ډالره لګښت ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG