د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۲

صالح: په لوګر کې ۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي


د لوګر سیمه ییز مقامات وايي، په دې ولایت کې د تازه عملیاتو په لړ کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح تېره شپه ازادي راډیو ته وویل د تازه عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه ۵۰ وسله وال وژل شوي او پنځلس نور ژوبل دي.

نوموړي وویل دا پوځي عملیات په څرخ او خروار ولسوالیو کې روان دي.

د صالح په خبره نړیوال ځواکونه په دې عملیاتو د افغان امنیتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د لوګر د پوځي عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG