د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۲

د فلیپین ولسمشر د روسیې له پوځي مرستې مننه وکړه


د فلیپین ولسمشر له خپل روسي سیال څخه مننه وکړه چې فلیپین ته پر وخت د روسيې وسلو په ورکړې سره دا هېواد وتوانېد چې د سخت دریځو د وسله والو فعالیت مخه ونیسي.

رودریګو دوترته د جمعې په ورځ په ویتنام کې د اسیا پاسفیک د اقتصادي همکاریو د سرمشریزې په څنډو کې له جمهور رئیس پوتین سره د کتنې پر مهال وویل دی د فلیپین د خلکو په استاریتوب له پوتین څخه مننه کوي چې پر مناسب وخت يې وسلې او پوځي موټر راکړل.

روسيې تېره میاشت د فلیپین پوځ ته زرګونه میله کلاشنکوفونه او پوځي وسایط ورکړل.

د فلیپین پوځ وویل د دې مهماتو په مرسته يې په جنوبي ماراوي ایالت کې داعش ته وفاداره سخت دریځه ډله وځپله.

XS
SM
MD
LG