د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۵

فرانسه وايي د تېرې ورځې حمله کوونکی رواني ناروغ دی


د فرانسې یوه څارنوال وویل هغه کس چې تېره ورځ يې د دې هېواد تولوز ښار ته نېږدې پر لارویانو موټر تېر کړ، رواني ناروغ دی او دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی.

په دې پېښه کې چې د څارنوال په وینا په قصدي ډول شوې ده، درې چینايي محصلان ژوبل شوي دي.

چارواکو ویلي ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي خو ټپونه يې مرګوني نه دي.

برید کونکی چې هویت يې لا په ډاګه شوی نه دی تر دې مخکې د سخت دریځه فعالیت او یا تروریستي شکونو له امله د مشکوکو کسانو په لېست کې نه و.

فرانسه تر دې مخکې هم د موټرو پواسطه د بریدونو چې داعش پورې منسوب شوي دي ،شاهد و.

د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې یوه تونسي وګړي د فرانسې په نیس ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه لارۍ تېره کړه چې له امله يې ۸۵ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG