د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د فرانسې ولسمشر: پر سعودي له یمنه د توغول شوي توغندي مسؤل ایران دی


د فرانسې ولسمشر وايي چې پر سعودي عربستان له یمن څخه د توغول شوي توغندي مسؤل ایران دی.

ولسمشر ایمانوئل مکرون وايي هغه توغندۍ چې یمني وسله والو د ریاض پر لور وتوغاوه او د سعودي له خوا کشف او شنډ شو، واضحاً ایرانی توغندی دی.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یو بالسټیک توغندی چې له یمنه د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض د نړیوال هوايي ډګر پر لور توغول شوی و، د سعودي د هوايي مدافعې له خوا شنډ شو.

دا د اوږد واټن ویشتونکی لومړی توغندی دی چې د سعودي پلازمېنې ته دومره نژدې شوی دی.

د سعودي پاچا ملک سلمان له پیښې وروسته وویل چې دا توغندۍ د یمن حوثي یاغیانو ته د ایران له خوا ورکړل شوی و.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون ماښام متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال وویل چې د ایران ګاونډیان له یمنه پر ریاض د توغندي د ویشتلو له کبله سخت اندیښمن دي، نو ځکه د ده په وینا د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه خبرو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

ولسمشر ایمانوئل مکرون
ولسمشر ایمانوئل مکرون

خو مکرون خبرداری ورکړ چې د ده د طرحې هدف د ایران په وړاندې د اقدام په معنا نه بلکې هدف دا دی چې دوی نه یوازې د خپلو متحدانو او په خاص ډول د متحده عربي اماراتو ترڅنګ ولاړ دي، بلکې باید د هغو پالیسیو مخنیوی هم وشي چې په سیمه کې انډول له منځه وړي او حتی کړکیچ رامینځ ته کولای شي.

نوموړي وویل، د دې میزائل توغول ښيي چې د ایران د توغندیو پروګرام څومره پرمختللی دی.

ولسمشر مکرون وویل، د ایران د بالستیک توغندیو په اړه هم هسې خبرې کیدای شي لکه د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه چې په ۲۰۱۵ کال وشوې.

هغه زیاته کړه چې له ایران سره باید جدي او رښتینې خبرې وشي. هغه وویل، په کار ده چې د ایران د بالستیک توغندیو پر پروګرام د خبرو لپاره یو چوکاټ جوړ او یو بهیر پیل شي او حتی که اړتیا وي نو بندیزونه پرې ولګول شي.

ښاغلي مکرون وروسته د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان سره هم وکتل.

د سعودي د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې مکرون پر ریاض د توغندي برید وغانده ویې ویل چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره له سعودي عربستان سره باید په ګډه کار وشي.

د ایران دولتي رسنیو تر اوسه د فرانسې د ولسمشر د دې خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تهران دا تورونه چې ګنې د یمن شیعه حوثي ډلې ته یې پر ریاض توغول شوی بالستیک توغندی یا حتی نورې وسلې ورکړې دي رد کړي او وايي، د دې هېواد د توغندیو پروګرام یوازې او یوازې دفاعي اهداف لري.

XS
SM
MD
LG