د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۱

مکرون د حوثي ملېشو د راکټي حملې په اړه پر ایران نیوکې کړي


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون په یمن کې د حوثي ملېشه ځواکونو د راکټي حملې په ارتباط چې د سعودي عرب د پلازمېنې ریاض یو هوايي ډګر يې په نښه کړی و، پر ایران نیوکې کړي دي.

ایمانوئل مکرون پرون سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته ولاړ او ویې ویل چې په دې کې چې د حوثیانو له لوري سعودي ته ور توغول شوی مزائیل په ایران کې جوړ شوی، شک نه لري.

مکرون وویل چې دا د ایران د مزائیلو قوت څرګندوي.

مکرون زیاته کړه چې په فارس خليج کې د ایران ګاونډي هېوادونه زیاته اندېښنه لري او د ایران د بالستیک مزائیلو د پروګرام په اړه باید ډېر ژر مذاکرې پېل شي.

ایران په یمن کې شیعه حوثي وسله والو ته د وسلو ورکولو ادعاوې رد کړي او وايي چې د مزائيلو پروګرام یې له ځانه د دفاع لپاره دی.

د ایران مطبوعاتو د فرانسې د ولسمشر پر خبرو تبصرې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG