د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۰

IRSN: د اروپا پر فضا د راډیو اکټیف موادو نرۍ ورېځ لیدل شوې


په فرانسه کې د اټمي انرژۍ د مصؤنیت انسټېټیوت "IRSN" وايي، د سېپټمبر په میاشت کې د اروپا پر فضا کې د راډیو اکټیف موادو نرۍ ورېځ ولیدل شوه چې ښايي په روسیه یا قزاقستان کې له اټمي بټیو را ولاړه شوې وه.

دې انسټېټیوت پرون په دې اړه یو بیان خپور کړ او د هغو هېوادونو په اټمي ریکټورونو کې د چاودنو امکان یې رد کړ خو ويې ویل چې دا اضافي راډیو اکټیف مواد غالباً د یوه هېواد د راډیو اکټیف د واوو په مرکز کې د سوخت د اټمي موادو په ټانکر کې د خرابۍ له امله هوا ته ګډ شوي وو.



XS
SM
MD
LG