د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۳

غور کې یو شمېر مظاهره‌چیانو د متوازن پرمختګ غوښتنه کوله


په غور کې نن جمعه یو شمېر خلکو د حکومت د بې غورۍ پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د متوازن پرمختګ غوښتنه کوله پر حکومت یې تور پورې کاوه چې د را روان مالي کال په بودجه کې یې له کابل او هرات سره د دوو سرکونو او د ۵ مېګا واټ سولري برېښنا د پروژو لپاره برخه نه ده ورکړې.

یوه مظاهره کوونکي نن ازادي راډیو ته وویل:

"موږ غوریان نن را ولاړ شوي يوو، د ملي وحدت له حکومته برق او سرک غواړوو."

په غور کې مظاهره چیانو نن د ولایت ودانۍ ته مخامخ خېمې ودرولې او تحصن يې کړی دی.

XS
SM
MD
LG