د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۵

الماس: ارزګان کې دوه پولیس او ۳ وسله‎وال طالبان وژل شوي


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتې پر مهال دوه پولیس او درې وسله‎وال طالبان وژل شوي او دوه پولیس نور هم ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د دوهم کنډک قوماندان غلام د ستګیر الماس نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې وسله‎والو طالبانو د ارزګان کندهار ترمنځ پر لويه لاره ګرد ننیګاو په سیمه کې پر امنیتي پوسته ډله‎ییز بریدونه کړي چې پر مهال یې وسله‎وال طالبان او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړی وايي، وسله‎والو طالبانو غوښتل چې یادې پوستې ته سقوط ورکړي خو بریدونه يې په شا وتمبول شول.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG