د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

لښکرګاه کې انتحاري حملې یو سرحدي پولیس وژلی او ۸ نور یې ټپیان کړي


د هلمند په لښکرګاه کې انتحاري حملې یو سرحدي پولیس وژلی او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.​

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، د لښکرګاه د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په بولان سیمه کې د سرحدي پولیسو پر دوهم کنډک په ځانمرګي برید کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.

برید جمعې په سهار د یوه مازدا موټر په واسطه ترسره شوی دی.

د سرحدي پولیسو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، امکان لري یو شمېر کسان لا هم تر خاورو لاندې وي، خو تراوسه يې د یوه سرحدي پولیس جسد موندلی او ۱۲ نور ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې پر سرحدي پولیسو يې د مازدا په واسطه برید کړی دی او ګڼ شمېر يې وژلي دي.

  • پخواني معلومات

د هلمند ولایت لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه کې ځانمرګی برید شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، په دې برید کې یو سرحدي پولیس وژل شوی دی او اته نور ټپیان دي.

د جمعې سهار وختي د سرحدي پولیسو د دوهم کنډک پر قرارګاه د موټر په واسطه برید شوی دی چې عینې شاهدانو په خبره ګڼ شمېر پولیسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لښکرګاه ښار د ایمرجنسي روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوی ته لس ټپیان او یو جسد ور وړی دی.

تر اوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

جزئیات وروسته

XS
SM
MD
LG