د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۸

فدریکا موګریني د قرغزستان له مشرانو سره په بشکیک کې وکتل


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني منځنۍ آسیا ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې پرون د قرغزستان له مشرانو سره په بشکیک کې وکتل.

موګریني له منتخب ولسمشر سورنبای جینبکف، الماس‌بیګ اتامبایف چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسېدلې او صدراعظم صپار ایساکوف سره وکتل.

د میرمن موګریني له سفر مخکې د هغې ویاندې مایا کوجیانچیچ ازادي راډیو ته وویل، په قرغزستان کې د بشري حقونو وضعیت له هغو موضوعاتو څخه دی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشره به د قرغزستان له چارواکو سره خبرې پرې وکړي.

کوجیانچیچ همدا راز یادونه وکړه چې موګیریني به د خپل سفر په دوام تاشکند ته هم ولاړه شي او د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزایوف سره او د بهرنیو چارو له وزیر سره به وګوري.

د اروپايي تولنې او ازبکستان اړیکې په ۲۰۰۵میلادي کال کې وروسته له هغه کړکېچن شول چې د دې هېواد دولتي ځواکونو په اندیجان ښار کې پر سوله ییزه مظاهره چیانو ډزې وکړې او سلګونه کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG