د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۷

فراه چارواکي: خاک سفید ولسوالۍ کې هوايي حملې ملکيان زیانمن کړي


د فراه ولایت چارواکو تائید کړې ده چې په خاک سفید ولسوالۍ کې هوايي حملې ملکي وګړي زیانمن کړي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو مخالفینو پر سنګرونو په دې هوايي حملو کې ګڼ شمېر وسله وال مړه او ټپيان شوي خو ترڅنګ یې پنځه ملکي وګړي هم ټپیان شوي.

ښاغلي مهري زیاته کړه چې تر اوسه د ملکي وګړو د مړینې په اړه دوی ته کوم راپور نه دی رسیدلی.

د سیمې اوسیدونکي او عیني شاهدان وايي، د ټپیانو شمېر له دې زیات او د ځینو حالت نازک دی.

د فراه په ولایتي روغتون کې یوه ټپي د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"الوتکې راغلې او ډزې یې پیل کړې. دا دی تاسو وینئ چې لس یا دولس ماشومان یې زخمیان کړل. شپږ یا اوه تنه سپین ږیري وو چې جومات ته تلل هغوی هم ټپیان شول."

د فراه د والي ویاند ښاغلی مهري وايي، ملکي وګړي ځکه ټپیان شول چې وسله والو مخالفینو د هغو په کورونو کې ځای پرځای شوي وو.

خاک سفید د فراه له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې ډيره برخه یې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده.

XS
SM
MD
LG