د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، هغه خدمتونه چې د روغتیا په برخه کې نوموړي ولایت کې کېږي د قناعت وړ نهدي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکتر محمد عظیم زمریال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تر څلور میاشتنیو هڅو وروسته وسلهوالو طالبانو په یو شمېر ولسوالیو کې ماشومانو ته د واکسین کولو اجازه ورکړې، خو په خبرهیې اوس هم په دې برخه کې ستونزې شته.
زموږ همکار سباوون کاکړ په دې اړه له ښاغلي زمریال سره مرکه کړې او په سر کې يې د جنوب لوېدیځې حوزې روغتیایي ستونزې پوښتلي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلای شئ: