د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۰

اروپایي کمېسیون د ګازو د نل لیکو په اړه نوې مقرره مطرح کړه


اروپایي کمېسیون د نومبر پر اتمه یوه داسې نوې مقرره مطرح کړه چې دغه بلاک ته د ورتلونکو ګازو د ټولو نل‎لیکو لپاره یو عام حقوقي صلاحیت رامنځته کوي.

دغه مقرره به ښایي د روسیې د "نارد سټریم ۲" یا «Nord Stream 2» پروژې ته زیان ورسوي.

"نارد سټریم ۲" د ګازو ۱۲۰۰ کېلو متره پایپ لاین دی او هغه پروژه ده چې د روسیې ګاز په مستقیم ډول د بالتیک سمندر له لارې د اروپایې اتحادیې غړي جرمني ته رسوي.

دا پروژه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وروسته له هغه وځنډېده چې یو شمېر هېوادونو انتقاد وکړ چې دا پروژه د روسیې پر ګازو د اروپا اتکا لا ډېروي.

د اروپایي کمېسیون مشر ډونالد ټوسک وویل چې دا د اروپایي ټولنې په ګټه نه‌ده.

د نوې مقررې له مخې چې پرون په بروکسل کې مطرح شوه، د ګازو ټول هغه لویې نل لیکې چې د اروپایي اتحادیې خاورې ته ننوځي باید د شفافیت، لاسرسي او اغېزمنتوب په برخه کې د دغه بلاک د ۲۸ غړو هېوادونو له مقرراتو سره سم وي.

د قانون په توګه د دغې طرحې د منلو لپاره د اروپایي اتحادیې د پارلمان او د دغه بلاک د ټولو غړو تائید ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG