د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۴

د کابل جلال‎اباد لار تېر ماښام د ټانکر د سوځېدو له امله بنده شوه


د کابل جلال‎اباد لویه لار تېر ماښام د یوه ټانکر د سوځېدو له کبله بنده شوه.

د کابل د ۱۰۱ اسمایي زون د قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا د ګازو ټانکر و.

ښاغلی حقیار د دې پېښې د علت په اړه وايي:

"علت او انګېزه دا وه چې کله ټانکر د ګازو د تخلیې لپاره ذخېرې ته راغی نو هلته متوجې شو چې ګاز لیک دی او جنراتورونه ورنږدي وو نو اور ولګېد."

د حقیار په خبره په دې پېښه کې چاته ځاني تاوان نه‎دی رسېدلی، خو مالي تاوان شته.

XS
SM
MD
LG