د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۷

م.م: که د يمن تړلي بندرونه خلاص نه‌شي دا هېواد به له قحطۍ سره مخ شي


د ملګرو ملتونو يو مقام وايي، که د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د يمن تړل شوي دخولي بندرونه خلاص نه‌کړي، دغه جګړه ځپلى هېواد به له سختې قحطۍ سره مخامخ شي.

د دې چارواکي په خبره دغه قحطۍ به چې نړۍ به‌يې په څو لسيزو کې سارى نه‌وي ليدلى، د میليونونو کسانو د قرباني کېدو سبب شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارک لوکاک پرون غوښتنه وکړه چې ملګري ملتونه او نورې بشري ادارې دې يو وار بيا د يمن عدن او صنعا ښارونو ته عادي پروازونه وکړي.

ده غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې اجازه ورکړل شي په ټولو بندرونو کې په ځانګړي ډول خوړو، د سونګ موادو، دارو-درملو او نورو مهمو موادو ته لاسرسى ولري.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې په درې کلنه کورنۍ جګړه کې يې د يمن د حکومت ملاتړ کړى، روانه اوونۍ يې د يمن د بندرونو تړل وروسته له هغې شديد کړل چې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته نږدې هغه بالیسټيک ميزايل شنډ کړاى شو چې د يمن حوثي ياغيانو توغولى و.

XS
SM
MD
LG