د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

ابوظبي افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې د عملي همکاریو ژمنه وکړه


ابوظبي له افغانستان سره د سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې د عملي همکاریو ژمنه وکړه.

د افغانستان د ولسمشر دفتر وایي، محمد اشرف غني د عربي متحده اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره د لیدو پر مهال پر بېلابېلو امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

شیخ محمد بن زاید آل نهیان چې د عربي متحده اماراتو د وسله‎وال پوځ د اعلی سرقوماندان مرستیال هم دی، په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې او ثبات د راوړلو په برخه کې د نړیوالو هڅې ستایلي او افغان ولسمشر ته‌یې په دې برخه کې د خپلې عملي همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

پر دې سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا، د ترورېزم په وړاندې مبارزه، اقتصادي همکاري، د سوداګرۍ وده، د کور جوړونې په برخه کې پانګونه او داسې نور هغه څه دي چې دواړو مشرانو خبرې ورباندې کړې دي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د ځینو اقتصادي پروژو د عملي کولو په هدف به د عربي اماراتو یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد

ښاغلي ازاد د دې سفر د نېټې په اړه څه ونه‌ویل، خو د دغو پروژو په اړه وایي:

"هغه ساختماني پروژې دي چې عربي متحده اماراتو شپږ میاشتې وړاندې هغه مهال چې د دوی یو ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی وو، له افغانستان سره‌یې ژمنه کړې وه چې د افغان بې‎ځایه شویو او بې‌وزلو ته به کورونه جوړوي. نو په دې اړه به عملي ګامونه پورته شي، وروسته له هغه چې د عربي متحده اماراتو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي."

د افغانستان ولسمشر د ابوظبي د ولیعهد په بلنه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۷» د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته ولاړ.

تر دې څو میاشتې وړاندې د ابوظبي پراختیایي بنسټ راپور ورکړی و چې له افغانستان سره د دغه بنسټ د وړیا مرستو او پورونو رقم ۱،۲ میلیارده درهم دی چې ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالره کېږي.

د افغانستان حکومت ویلي و چې دغه پیسې به د کور جوړونې، کرنې، ټرانسپورت، عامې روغتیا او ټولنیزو خدماتو په برخه کې مصرفېږي.

دا بنسټ او افغان حکومت د ۱۹۷۷ میلادي کال راهیسې ښې اړیکې لري او د دواړو لورو ترمنځ نږدې اړیکې د افغانانو په ټولنیزې او اقتصادي وده کې مرسته کړې ده.

متحده عربي اماراتو له دې وړاندې د کابل د قصبې په سیمه کې د کور جوړولو، په بغلان کې د قندو د فابریکې او په مزار شریف کې د هوايي ډګر او سړکونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG