د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

هرات کې د پارالمپیک لوبو فسټیوال پیل شو


په هرات کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پارالمپیک لوبو فسټیوال نن پیل شو.

د هرات ورزشي امریت فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغو لوبو کې د نجونو او نارینه‌وو په ګډون له ۲۰۰ څخه زیات لوبغاړو ګډون کړی دی.

ښاغلی ضیا وایي چې دغې لوبې هره ورځ د شطرنج، باسکټبال، والیبال، پاورلفټینګ، بډمنټن، ځغاستې او فوټسال په برخو کې ترسره کېږي.

په هرات کې د پارالمپیک لوبو فسټیوال د عقرب له ۱۷ نېټې پیل او د قوس تر ۱۲مې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG