د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۱۹

د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی کلک او ارزانه واټر پمپونه جوړوي


د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی کلک او ارزانه واټر پمپونه جوړوي.

۲۵ کلن داد محمد وايي، لومړی يې له شوقه جوړول، خو اوس‌يې کاروبار پراخ شوی دی او اقتصاد يې هم وده کړې ده.

دا چې د هلمند ولایت لیرې پرتې سیمې او ولسوالۍ برېښنا نه‌لري، نو د نوي جوړ شوي واټر پمپ څخه استفاده ډېره شوې ده.

پېرودونکي وايي، له کله چې يې د داد محمد په لاس جوړ شوي واټر پمپمونه اخیستي مصارف‌يې کم شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لښکرګاه ښار په یوه بیروبار کوڅه کې د داد محمد دوکان ته ورغلی دی او په اړه‌یې دا راپور لري:

XS
SM
MD
LG