د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۰

ارګ: ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اماراتو ته روان شو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې متحده عربي اماراتو ته روان شو.

له جمهوري ریاست څخه رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې راغلي چې ولسمشر غني به په دغه رسمي سفر کې د لوور په نوم موزیم د پرانیستې مراسمو کې پر ګډون سربېره د اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

اعلامیه وايي چې له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي او د ستراتېژيکو اړیکو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري شامل دي.

XS
SM
MD
LG