د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۱

په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو


په کابل کې د ښځو د مهارتونو په دوه ورځني نندارتون کې د ښځو لسګونه ډوله لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د نندارتونونو عمومي مدیرې نسیمې اختر نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې د افغان ښځو لاسي صنایع په څه باندې ۵۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

اغلې اختر وايي، دغه نندارتون د افغان سوداګرو ښځو د اقتصاد د غوړېدو په هدف پرانیستل شوی.

دا زیاتوي:

"د دغه نندارتون هدف د ښځو لاسي صنایعو ته بازار موندنه او د سوداګرۍ او صنعت برخې ته د سوداګرو ښځو هڅونه ده."

دغه نندارتون د ښځو چارو وزارت او د بابرشاه سنټر خصوصي شرکت په مالي مرسته پرانیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG