د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۷

موګرېني: امريکا ايران سره د اټمي موافقې له موادو سره سم عمل کوي


د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره وايي، د امريکا د کانګرس د استازو جرګې غړو داسې اشارې ورکړي چې په پام کې لري، يقيني کړي د امريکا متحده ايالات له ايران سره د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي موافقې له موادو سره سم عمل کوي.

فدریکا موګرېني پرون په واشنګټن کې د څرګندونو پر مهال په کانګرس کې د پراته قانون په اړه له تبصرې ډډه وکړه چې ايا له ايرانه د بنديزونو د لیرې کولو لپاره د امريکا له‌خوا اضافي شرطونه به دا قانون تر پښو لاندې کړي که نه؟

هغې وويل، په ښکاره داسې اشارې ورکول شوي چې امريکا په پام کې لري، د اټمي موافقې له موادو سره سم عمل وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره مياشت د دې موافقې له بيا تائيد څخه ډډه وکړه.

د دې تړون له مخې تهران خپل اټمي فعاليتونه محدود کړي، په بدل کې ورڅخه ځيني نړيوال بنديزونه لیرې شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د دې تړون په ارتباط له کانګرسه د داسې يوه قانون د جوړولو غوښتنه وکړه چې د بنديزونو په لګولو سره پر تهران نور فشار راولي.

XS
SM
MD
LG