د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۴

لوګر: خروارو کې له عملیاتو وروسته امنيتي وضعيت په عادي کېدو دی


د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي، په خروار ولسوالۍ کې تر پوځي عملياتو وروسته امنيتي وضعيت د عادي کېدو په حال کې دى.

په دې ناامنه ولسوالۍ کې د خېبر په نوم پيل شوي ګډ پوځي عمليات تېره اوونۍ پاى ته ورسېدل.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي پرون ازادي راډيو ته وويل:

"د خداى فضل دى اوس په خروار ولسوالۍ کې امن ټينګ شوى، امنيتي ځواکونه په پراخه پيمانه تګ راتګ کوي، ولس هم له امنيتي ځواکونو خوښ دى."

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په خروار ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ١٤ وسله‌وال مخالفین وژل شوي چې په هغوى کې د څرخ ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو تش په نوم برحال ولسوال هم شامل و.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

په وروستيو کې له خروار ولسوالۍ څخه د دولت د وسله‌والو مخالفانو د تحرکاتو راپورونه زيات ورکول کېدل.

XS
SM
MD
LG