د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۳

قزاقستان کې بیشیمبایف د رشوت او اختلاس په تور محکمې ته حاضر شو


د قزاقستان د اقتصاد پخوانی وزیر کاندیک بیشیمبایف نن د ۲۲ نورو کسانو سره د رشوت او اختلاس په تور محکمې ته حاضر شو.

بیشیمبایف چې ۳۷ کلن دی، د جنورۍ په میاشت کې د قزاقستان فساد پر ضد د مبارزې د ادارې له خوا ونیول شو.

نوموړی د اکټوبر په ۳۱ نېټه به ابتدائیه محکمه کې پر ده لګیدلي تورونه رد کړي.

خو له نوموړي سره یو ځای په محکمه کې حاضرو شویو څو نورو تورنو پر خپل جرم اعتراف کړی او له څارنوالانو سره توافق ته رسیدلي دي.

د منځنۍ اسیا په دې جمهوریت کې ګڼ شمېر پخواني چارواکي د رشوت او اختلاس په تورونو تر تعقیب لاندې او ځینې یې د اوږدو کلونو په مخه په بند محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG