د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۴

ټرمپ پر اټمي پروګرام او سوداګرۍ د خبرو لپاره جنوبي کوریا ته رسیدلی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پیونګ یانګ پر اټمي پروګرام او سوداګرۍ د خبرو لپاره جنوبي کوریا ته رسیدلی دی.

ولسمشر ټرمپ په سیول کې د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جه-ائن سره په داسې حال کې خبرې کوي چې د شمالي کوریا اټمي ګواښونه زیات شوي دي.

د امریکا د ولسمشر د خبرو په اجنډا کې به سوداګري هم مهمه مسئله وي، نوموړی د جنوبي کوریا سره د ازادې سوداګرۍ لپاره د نویو شرایطو غوښتونکی دی.

ولسمشر ټرمپ چې کله نن شمالي کوریا ته ورسېد نو دغلته یې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام له کبله د راپیدا شوي ترینګلتیا په اړه په مثبته یادونه پیل وکړ او ویې ویل، بالاخره به دا هڅې کار ورکړي، ځکه تل یې کار ورکړی.

ټرمپ دا څرګندونې په جنوبي کوریا کې د امریکا په پوځي کمپ هامفریز کې امریکايي او کوریايي سرتېرو ته وکړې.

ټرمپ له جاپان څخه شمالي کوریا ته ولاړ.

په توکیو کې نوموړي د واشنګټن د هغه دریځ پخلی وکړ چې د شمالي کوریا په وړاندې پر ټولو انتخابونو غور کوي او د دې هېواد اټمي پروګرام یې مدني نړۍ او نړیوالې سولې ته ګواښ وباله.

XS
SM
MD
LG