د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۵

د افغاني شرکتونو مسؤلین هند کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي


په پام کې ده چې د افغاني شرکتونو مسؤلین د هند په نړیوال نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې د افغاني شرکتونو مسؤلین او پانګوال به په شااوخوا ۶۰ غرفو کې تازه او وچه مېوه، غالۍ، خوراکي توکي او لاسي صنایع نندارې ته کېږدي.

ښاغلي پسرلي وویل:

"دا یو نړیوال نندارتون دی چې نه یوازې له هند سره، بلکې له بېلابېلو هېوادونو سره زموږ سوداګرېزې اړیکې پیاوړې کوي او د څه باندې ۲۰ هېوادنو سوداګر په کې ګډون کوي. "

دغه نندارتون د نوامبر په ۱۳ مه په هند کې جوړېږي چې په کې د منځنۍ او جنوبي اسیا پانګوال او د شرکتونو مسؤلین په کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG