د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په کابل کې د سوک وهنې د فدراسیون روزونکو ته یو معیاري کورس جوړ شو


په کابل کې د سوک وهنې فدراسیون د روزنکو لپاره، په لومړي ځل د روزنې معیاري کورس پیل شو.

د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه روزنیز کورس کې له کابل او ولایتونو ۲۵ تنو روزنکو ګډون کړی دی.

پیمان وایي، دغه روزنکي تر عملي او تیوري روزنې وروسته، د غوره او تکړه روزنکو په توګه پېژندل کېږي.

دغه رونېز کورس ۷ ورځې دوام کوي.

د سوک وهنې د فدراسیون روزنکو ته د روزنې دغه کورس د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ جوړ شوی چې د نړیوالو روزنکو له خوا ورته روزنه ورکول کېږي

XS
SM
MD
LG