د کندهار په ۳ ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ دی او د پوهنې چارواکي یې وايي چې د امکاناتو د کمښت او ناامنیو له امله نهدي توانېدلي چې د ۳ ولسوالیو د پوهنې بهیر پيل کړي.
د کندهار د پوهني رئیس انجنیر عبدالقادر پيوستون وايي، د نا امنیو او د امکاناتو د نشتوالي له امله، د کندهار له ۱۷ ولسوالیو په غورک، ښورابک او رېګستان کې د پوهني بهیر په ټپه ولاړ دی او هېچ ښوونځی وجود نهلري.
د پوهني رئیس وايي، سږ کالیې د ۱۵۳ بندو ښوونځیو له جملې د ۴۷ ښوونځیو د بیا پرانیستلو هوډ درلود چې تر اوسهيې ۳۰ ښوونځي چې ۴ يې مدرسې دي، پرانیستل شوي او د پاتې ۱۷ نورو ښوونځیو پر پرانیستلو کار کوي.
د پیوستون په خبره، په روان کال کې ۵۰ زره ۴۷۶ زدهکوونکي نوي ښوونځیو کې شامل شوي چې ۱۵ زرهیې نجونې دي.
نوموړي وویل:
"موږ د نوي تعلیمي کال په ورځ ۴۵ زره ټارګېټ ټاکلی و چې موږ به جدید شمول کوو، ولې دا تعداد ۵۰۴۷۶ ته ورسېد چې ۱۵ زرهيې یوازې نجونې دي."
پېوستون وايي چې سږ کالیې د ۶ ښوونځیو لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت، د ودانیو د جوړولو او دغهراز د ۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت، د ۲۰ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل کړې دي.
د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال به د لومړي ځل لپاره د کندهار له ۲ ولسوالیو ډنډ او دامان څخه په زیات شمېر نجونې له ۱۲ ټولګیو فارغې شي.
دا مهال د کندهار په ټولو ښوونځیو کې د ۳۰۰ زره په شااوخوا کې زدهکوونکو ته د ۴۸۰۰ ښوونکو لهخوا زدهکړې ورکول کېږي.
راپور: محمد صادق رښتینی