د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۶

بریتانیا پرون دوشنبه خبرداری ورکړ چې د ایران حکومت باید په ایران کې د یوې خیریه ټولنې د حبس شوې کارکوونکې نازنین زغاري رټکلف په اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو څخه پر هغې د نویو تورونو د لګولو لپاره کار وانه‌خلي.

د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانس تېره اوونۍ د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې زغاري پروسږکال د دې لپاره ایران ته تللې وه چې یو شمېر خلکو ته د ژورنالیزم روزنه ورکړي.

د نوموړي له څرګندونو وروسته د ټامسن روېټرز په نوم خیریه ټولنې چې مېرمن زغاري کار په‌کې کاوه، ویلي دي چې دا خبره سمه نه‌ده او ښايي د ایران د حکومت له‌خوا پر دې د نورو تورونو د لګولو باعث شي.

دې ټولنې پرون پر ښاغلي جانس غږ وکړ چې خپله دا جدي تېروتنه سمدستي اصلاح کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د دې غوښتنې په ځواب کې د جانس وینا تصحیح نه‌کړه، خو په یوه بیان کې یې وویل چې دا څرګندونې د مېرمن زغاري پر ضد د نورو تورونو د لګولو لپاره هېڅ د توجیه وړ بنیاد نه‌لري.

بیان زیاتوي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې چې د مېرمن زغاري د قضیې له کبله پر ایران انتقاد کاوه، هڅه‌یې کوله چې دا مسئله توضیح کړي چې له دې مخکې هم پر نوموړې لګول شوي تورونه بې‌بنسټه او بې‌دلیله وو.

XS
SM
MD
LG