د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلین وایي، د فوټبال افغان ملي لوبډله نن دوشنبه د ویتنام پر لور تللې.
د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکتر طاهر رؤفي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د مقدماتي سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه، د نومبر په ۱۴مه له ویتنام سره لري.
ښاغلی رؤفي وايي، که چېرې افغان لوبډله دا لوبه وګټي او درې امتیازونه خپل کړي، نو د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لار پیدا کوي.
د اسیا په مقدماتي سیالیو کې له افغانستان سره اردن، کمبودیا او ویتنام په یو ګروپ کې وو.