د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۰

تر ۵ کلنۍ کم عمره ۵ نیم میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کېږي


د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې به پنځه نيم ميليونه هغه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي چې عمرونه‌يې تر پنځو کلونو کم دي.

دغې ادارې په ټویټر کې ليکلي، دغه شمېر ماشومان به سر له نن دوشنبې په يوه اوونۍ کې په ٢٤ ولايتونو او ځينو ناامنو ولسواليو کې د دې ناروغۍ په وړاندې واکسين شي.

د روغتيا نړيوال سازمان يا «WHO» وايي، په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ٨ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG