د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۸

افغانستان د موی تای په سیالیو کې د سرو، سپینو او برنز ۶ مډالونه وګټل


د موی تای د نړیوالو سیالیو په پای لوبه کې، د افغانستان موی تای لوبډلې ۳ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۲ د برنزو مډالونه وګټل.

د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې سهراب احمدي، شېر حسین عظیمي او همایون رضایي خپلو سیالانو ته په ماتې سره د سرو زرو مډالونه وګټل.

خو مصطفی حسن‌زاده د سپینو زرو مډال او د ښځو په برخه کې کوثر شهرزاد او شکریې بهمني د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.

د موی تای نړیوالې سیالۍ د جنوبي کوریا په کوربه‌توب د نوامبر له ۳مې تر ۵ مې دوام وکړ چې له افغانستان نه شپږ کسیزې لوبډلې په‌کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG