د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۴۰

ولسي جرګې یو ځل بیا له حکومته وغوښتل څو د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي


د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا له افغان حکومت څخه وغوښتل تر څو د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې نن‌یې د ملي شورا د وژل شويو غړو د درناوي په یاد غونډه کې خبرې کولې وویل، حکومت دې د ملي شورا د غوښتنو درناوی وکړي.

دی وايي:

"له ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو چارواکو نه مو غوښتنه ده چې د سرپرستۍ لړۍ نوره ختمه او کاندید وزیران جرګې ته د باور رأیې لپاره معرفي کړي."

په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي چې یو شمېر کاندید وزیران معرفي شوي او پاتې به ډېر ژر ولسي جرګې ته د رأی اخیستو لپاره معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي فرانس مایکل مېلېبن هم د افغانستان د حکومت د کمزورتیا یو عامل د سرپرستۍ د حالت دوام ګنلی و.

XS
SM
MD
LG