د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۵

د ګردېز د ۴۲ کيلومتره حلقوي سړک سروې او ډيزاين پيل شو


د پکتيا له مرکز ګردېز ښاره د تېرېدونکي حلقوي سړک د سروې او ډيزاين چارې په رسمي ډول پيل او له مرکز کابل څخه ګرديز ته د وزارتونو لېږل شويو ټيمونو عملاً په کار پيل وکړ.

د دغه حلقوي سړک د سروې او ډيزاين د چارو د پيل په مراسمو کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي د پروګرام ګډونوالو ته روښانه کړه چې د دې سروې کارونه به تر راتلونکې يوې نيمې مياشتې پورې خلاص او د راتلونکي کال په ثور کې به عملاً د سړک د جوړېدو چارې پيلوي.

ښاغلي کټوازي وویل:

"د ګردېز ښار په تاريخ کې دا ډېره لويه پروژه ده، څلور لينه سړک به وي، برېښنا او پايې او عصري بڼه به لري، ونې، بوټي او نور ټول به لري، په يوه، يوه نيمه مياشت کې به د دې سروې کارونه خلاص شي او په راتلونکې ثور میاشت کې به‌يې عملاً د کار شاهدان واوسو."

نوموړي د سيمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د پروژې د پيل او کار پر مهال بايد، ورسره همکار پاتې شي او هغه کسان چې کور، باغ او يا ځمکه‌يې د سړک برخه ګرځي، له دوی سره قانوني چلند کوي او خلکو ته به‌يې بديل ځای ورکوي.

د دغه حلقوي سړک د پروژې د سروې چارې په داسې مهال پيلېږي چې له نن څخه نږدې اته کاله وړاندې هم د دغه سړک په يو شمېر برخو کې جغل اندازي شوې وه او د خلکو تمه وه چې پيل شوي کارونه به‌يې په هماغه ټاکل شوي وخت پای ته ورسېږي، خو د چارو د کارپوهانو په خبره، دا دوهم ځل دی چې د حلقوي سړک د سروې او ډيزاين چارې پيلېږي او خلک د پاخه سړک په انتظار دي.

XS
SM
MD
LG