د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۰

د بغلان سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت د والي پر ضد مظاهره وکړه


د بغلان د مرکز پلخمري سلګونه اوسېدونکو نن دوشنبه د دغه ولایت د والي پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکي وايي، والي عبدالحی نعمتي د خلکو د ستونزو په هواري کې پاتې راغلی او باید له دندې لیرې شي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د مظاهره کوونکو شمېر نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي او د کابل-شمال لویه لاره‌یې تړلې ده.

خو والي عبدالحی نعمتي تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG