د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۸

د مسکو د بولشوې له تیاتره زرګونه کسان د بم د خبرداري له امله ووتل


زرګونه کسان پرون یکشنبه په مسکو کې د بولشوې له تیاتر سالون څخه په دې خاطر ووتل چې د بم د موجودیت خبرداری ورکړل شو.

د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، درې نیم زره کسان له سالون څخه وویستل شول څو پولیس د ماین پلټونکو سپیو په واسطه ټول سالون تلاشي کړي.

له دې تلاشي وروسته د روسیې د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې د تیاتر په سالون کې څه نه‌و او خبرداری ناسم وخوت.

د سپټمبر له ۱۰مې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې له پوهنتونونو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو دولتي ودانیو لسګونه زره کسان څو واره په دې خاطر ایستل شوي چې په یادو سیمو کې د بمونو د موجودیت خبرداری ورکړل شوی و.

تر اوسه په هېڅ کوم ځای کې بم نه‌دی کشف شوی.

د روسیې د فدرال امنیت د ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي د بمونو د موجودیت د خطر په اړه د ناپېژانده خبرداریو د خپرولو په خاطر په پنځو تنو روسانو شکمن شوي دي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف مخکې دا ګواښونه "ټیلیفوني ترورېزم" بللی او ویلي یې دي چې ټول اړین اقدامات شوي څو د دې کار عاملین ونیول شي.

XS
SM
MD
LG