د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۵

ننګرهار کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شو


په ننګرهار ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د واکسین د دې دورې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

دی وايي:

"نن ورځ په ننګرهار ولایت کې د پولیو ضد د درې ورځني کمپاین لړۍ پيل شوه. د دې کمپاین په ترڅ کې شااوخوا اووه لکه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینېږي. له خلکو هم غواړو چې له رضا کارانو سره مرسته وکړي."

خوګیاڼي وویل، که څه هم له مخکې د واکسین د تطبیق لپاره رضا کاره ډلې ګمارل شوي، خو په دې برخه کې د خلکو پوره همکاري به له دولت سره زیاته مرسته وکړي.

په ننګرهار ولایت کې سږ کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په‌کې بشپړه نه‌ده محوه شوې.

XS
SM
MD
LG