د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۶

د لبنان حزب‌الله ډله: سعودي عربستان سعد حریري استعفا ته اړ ایستلی


لبناني ډله حزب‌الله سعودي عربستان تورنوي چې د لبنان صدراعظم سعد حریري یې استعفا ته اړ ایستلی دی.

د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصر الله پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې په حریري فشار راوړل شوی څو استعفا وکړي.

دی وايي:

"استعفا کول د سعودي عربستان یوه پرېکړه وه چې په صدراعظم سعد حریري په زور منل شوې ده. هغه د استعفا نیت نه‌درلود، نه‌یې دا کار غوښت او نه‌یې دا پرېکړه وه."

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله
د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله

سعد حریري وړمه ورځ له سعودي عربستانه په ټلوېزوني وینا کې وویل چې ځان په لبنان کې خوندي نه حس کوي ځکه له دندې استعفا ورکوي.

حریري وویل، په لبنان کې امنیتي وضعیت داسې دی، لکه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې چې و او پلار يې ترور شو.

خو لبنان کې د حزب‌الله ډلې مشر سید حسن نصرالله له ټولو لبنانیانو غوښتي چې د حریري تر استعفا وروسته دې د هر ډول بې‌ثباتۍ په وړاندې ودرېږي.

ښاغلی نصرالله وايي:

"موږ د حزب‌الله د ارمانونو پر اساس ټول هڅوو چې لومړی ارامه اوسي، له زغم دې کار واخلي تر هغو چې د استعفا تر شا اصلي لامل روښانه شي."

داسې اندېښنې شته چې د حریري استعفا به لبنان د سعودي عربستان او ایران ترمنځ په روانه لانجه کې لا پسې ښکېل کړي.

په ایران تور پورې دی چې د لبنان له حزب‌الله ډلې ملاتړ کوي او په منځني ختیځ کې ورانکارو فعالیتونو ته لمن وهي.

اخوا ځینو سرچینو ویلي چې د لبنان جمهور رئیس میشل عون به تر څو چې سعد حریري بېرته خپل هېواد ته نه‌وي ستون شوی د هغه استعفا ونه‌مني.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG